د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

kamran2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
نیوز

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو او د بېلابېلو منرالونو په اړه یې خبرې و کړې.

د ترکیې د MTA کمپنۍ رئیس د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې لرغونې وبللې او په افغانستان کې یې د لابراتوارونو د جوړولو، د کانونو د سروې او د ظرفیت لوړونې په برخو کې د همکاریو ډاډ څرګند کړ.

په پای کې دواړو لورو د تخنیکي بحثونو پر دوام او د اړوندو موضوعاتو د عملي پیل لپاره پر لا زیاتو همکاریو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته