د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه
د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسامالدین صابري کوي.
یاد پلاوي د ګوشتې ولسوالۍ اړوند د نفرایټو پنځه د کان کېندنې سیمې له نږدې وکتلې او هلته یې د کېندنې بهیر، د شرکتونو فعالیتونه او نورو اړوندو چارو ارزونه وکړه.
د دې ارزونو موخه دا ده چې په چارو کې لازم اصلاحات رامنځته شي او د کان کېندنې بهیر لا منظم او اغېزمن شي. په همدې لړ کې له اړوندو شرکتونو سره جلا جلا ناستې هم ترسره شوې، چې پکې هغوی ته د معیاري کار، مسلکي کېندنې او روڼتیا په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
پلاوي ټینګار وکړ ټول هغه شرکتونه چې قانوني جواز لري او له وزارت سره ثبت دي، په نږدې وخت کې به په بشپړه توګه وارزول شي، ترڅو د کانونو برخه لا ښه منظم او مدیریت شي.
