افغان حکومت لوړ پوړي پلاوي د کاناډا د طبیعي سرچینو وزارت له چارواکو سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۳ - ۱۳:۴۹
123

د کانونو او پټرولیم سرپرست‌وزیر عنایت‌الله مومند او د مالیې وزارت وزیر ډاکټر محمد همایون قیوم [او د زیربنا برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار] ، د PDAC نړیوال کنفرانس په څنډه کې د کاناډا د طبیعي سرچینو وزارت له چارواکو سره وکتل.

په دې ناسته کې ، افغان پلاوي د افغانستان صنایع استخراجي سکټور کې د پانګوونې موجوده ظرفیت په اړه معلومات وړاندې کړه او په کاناډا یې غږ وکړ چې د کانونو په پروژو کې پانګونه وکړي.

کاناډا لوري هم د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې دوي به خپل پانګوال وهڅوي چې د افغانستان د کانونو په سکټور په موجوده ظرفیت کې  پانګونه وکړي.

 دیادونې وړ ده چې په یاد کنوانسیون کې د 132 هیوادونو څخه د 1،100 نندارچیانو، په شمول 2،500 دصنایع استخراجي سکټور پانګوال ګډون کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۴۵
Background image

د هېواد د کانې زېرمو په برخه کې ترکي پانګوال خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشت په لومړی نېټه په خپل کاري دفتر کې له یوتن ترکي پانګوال سره وکتل.
یاد پانګوال د کاني زېرمو په برخه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۴۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د لغمان له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د لړم میاشت په لومړی نېټه په خپل کاري دفتر کې د لغمان ولایت له والي قاري بختیار معاذ سره وکتل.
په دې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۳۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د دلتا انټرنیشنل کمپنۍ له اجراییوي رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د لړم میاشتې په ۱ نېټې په خپل کاري دفتر کې د سعودي عربستان دلتا انټرنیشنل کمپنۍ له اجراییوي رئیس شاهر. . .

بېرته خبرونه ته