د استخراجي صنایعو په سکتور کې د روڼتیا یو ورځنی ورکشاپ د کابل ولایت مرکز او ولسوالیو د خلکو او مدني ټولنو د فعالینو لپاره د کابل د کانونو ریاست، د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت او د (GIZ) په ګډې همکارۍ وړاندې شو

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۱۲:۵۴
للل

یاد ورکشاپ د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت (EITI)​ د معیارونو د پیژندنې، د کان قانون او د کوچنۍ کچې د کاني سیمو د رسمي کولو په پروسه کې د هغې څخه د ګټې اخیستنې او د استخراجي صنايعو په سکتور کې د ښځو د رول په اړه معلومات وړاندې شول.

همدارنګه په یاد ورکشاپ کې د کابل ولایت د کان کېندنې د فعالیتونو څخه د مدني ټولنو د څارنې او د افغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت (AEITI) د وروستیو لاسته راوړنو او په ځانګړي توګه، د افغانستان غړیتوب د ځنډیدا په موخه بحث ترسره شو.

د یادونې وړ ده چې، افغانستان د 2010 کال راپدیخوا د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت سازمان غړیتوب درلود، چې په 2019 کال کې د دغه هېواد غړیتوب له معیارونو سره د نه توافق له امله وځنډول شو، خو له نېکه مرغه چې په فعالیتونو کې د پرمختګ او د معيارونو د بشپړول وروسته یې خپل غړیتوب بېرته ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته