د افغانستان استخراجي صنایعو سکټور په تړاو د مختلفو رسنیو خبریالانو ته روزنه ورکړل شوه

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۱۴:۱۵
3214

د هیواد د مختلفو رسنیو خبریالانو ته د کانونو او پټرولیم وزارت د کارونو او آنلاین سیسټمونو(روڼتیا پورټال) د کارولو او له یاد وزارت څخه د کره معلوماتو د لاسته راوړلو په موخه د هیواد یو شمیر خبریالانو لپاره د جی ای زیډ په مالي مرسته لارښود ورکشاپ ترسره شو.

پدې ورکشاپ کې، د آنلاین سیسټم [د کانونو روڼتیا پورټال] له لارې د فعالو پروژو وضعیت خبریالانو ته وښودل شو، او د افغانستان استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت  (AETI)نړیوالو معیارونو ترلاسه کولو په اړه د اغیزمنو ګامونه اخیستو په تړاو معلومات ورکړل شول.

ګډونوالو معلوماتو ته د لاسرسي په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه او انتقادونه شریک او  ترڅنګ یې د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.

 

#کانونواوپټرولیم‌وزارت  #MoMP

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته