د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت سازمان، د پلان جوړونې دوه ورځینی ورکشاپ ترسره شو

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۷:۱۳
اا

د څو اړخیزه ډلې (MSG) غړو په هرات ولایت کې د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت سازمان لپاره د پلان جوړونې په موخه دوه ورځینی ورکشاپ ترسره کړ.

د دې ورکشاپ د پیل په مراسمو کې، د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او استخراجي برنامو د تسهیل معین، محمد عتیق ذکي ګډون او وینا وکړه. 

محمد عتیق ذکي په خپله وینا کې وویل: "د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت یوه ملي برنامه ده. هیله ده د ګډونوالو په فعالې ونډې سره له دې برنامې څخه ښې لاسته راوړنې ولرو او په راتلونکو دوه ورځو کې داسې پلانونه ترتیب کړو چې د استخراجي صنایعو د روڼتیا د نوښت نړیوال سازمان (EITI) له شرایطو او د هېواد له ملي ګټو سره برابر وي."

د دې دوه ورځیني ورکشاپ په لړ کې چې نن مازدیګر پای ته ورسېد، د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت سازمان لپاره کاري او عملیاتي پلانونه ترتیب شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته