د انرژۍ د سکتور د شریکانو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۹:۳۱
۶۵

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، نن ماسپیښین د انرژۍ د سکتور د ادارو/شریکانو د همغږۍ په غونډه کې د ویډیوکنفرانس له لارې ګډون وکړ. 

په دې غونډه کې، د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د پانګونې د تسهیل د واحد رئیس عطاءالله نصیب، د افغانستان د برېښنا شرکت اجراییه رئیس داود نورزي، د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت مرستیال پوپل حبیبی، په افغانستان کې د اسیا پرمختیایي بانک رئیس نرندرا سِنګرو، د مالیې وزارت، USAID، GIZ او نړیوال بانک استازو ګډون درلود. 

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري په خپلو خبرو کې وویل: د کان کیندنې فعالیتونه پایداره انرژۍ ته اړتیا لري. د استخراجي صنایعو په سکتور کې د پڅې ودې یو لامل، د انرژۍ نیشتوالی دی. له همدې امله، د کانونو د سکتور په چارو کې د سرعت لپاره دې اړونده ادارې خپلې پرمختیایي برنامې په هغو ساحو کې چې د کان کیندنې فعالیتونه ترسره کیږي، تطبیق کړي.

محمد هارون چخانسوري همداراز د افغانستان د کاني او نفت او ګازو د منابعو په اړه چې د انرژۍ په تولید کې د خاص موثریت او اهمیت درلودونکي دي، په ځانګړي ډول د بیات د برېښنا د تولید، مزارشریف، ټاپي، طوطي میدان او ډبرو سکارو په اړه هراړخیز مالومات وړاندې کړل. 

د غونډې په لړ کې، نورو ګډونوالو هم خپل نظرونه شریک کړل او پرېکړه وشوه چې د انرژۍ په سکتور کې دې د تنظیم او تخنیکي مشورو  لپاره د انرژۍ د سکتور د همغږۍ واحد ایجاد شي. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۸:۵۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له مرستیال براق انسال سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۸:۲۹
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په ٢٧مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۸:۲۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

بېرته خبرونه ته