د بدخشان ولایت مشرانو خپلې ستونزې د وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس سره شریکې کړې

sp_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۹:۴۲
س

د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام  د دفتر عمومي رئیس ښاغلي الحاج محمد معراج "معراج" د یکشنبې په ورځ (25/6/1403) نېټې د وزارت د غونډو په تالار کې د بدخشان ولایت له مشرانو او مخورو سره وکتل.

د یاد ولایت مشرانو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کانونو د قاچاق او غیر قانوني استخراج په مخنیوي کې د افغانستان اسلامي امارت د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د یاد ولایت د ولسونو وړاندیزونه او ستونزې یې ورسره شریکې کړې.

د مقام د دفتر عمومي رئیس د دوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د شته امکاناتو په شتون کې ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

د سمنګانو ولایت د سمنټو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سمنګانو ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټو پروژې تړون له ایبک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۷:۲۴
Background image

ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونواو پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه نېټه، د شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي‌رضا بیکدلي د. . .

بېرته خبرونه ته