د حرفه‌ای او خپل‌سرو کیندونکو سیمو د رسمي کولو استراتژي پلي کول

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۲ - ۱۰:۲۰
qqq

د حرفه‌ای او خپلسرو کیندونو سیمو د رسمي کولو استراتژي د پلي کولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ د کانونو او پترولیم وزارت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شو. پدې ورکشاپ کې د کانونو او پترولیم وزارت د پالیسي او پروګرامونو مرستیال ښاغلي وليالله ځدراڼ سربیره مرکزي او ولایتي رئیسانو او د وزارت تخنیکي کارکوونکو ګډون کړی وو.

 

د پلان، څارنې او ارزونې، کانونو د ساتنې، کادستر، منرالونو اکتشاف او لنډمهالې تخنیکي کمېټې په نوبت د یادې استراتژي د پلي کولو په اړه معلومات وړاندې کړل. همداراز، د جیولوژیکي معلوماتو د راټولولو د فارمټ تشریح او د ذیدخلو ادارو موافقه ترلاسه کولو، له دویمي واحدونو سره د سروېجیولوژي ډلو د همغږي، د پلان لارښود او د جواز اخیستلو لپاره د خپلسرو کان کیندنو د ژمنو ترلاسه کولو په اړه هم ګډون کوونکو ته معلومات وړاندې شول.

 

په یادو موضوعاتو له خبرو اترو وروسته، ګډون کوونکو د کانونو له ریاستونو سره د ولایتي چارواکو د همکاری، امنیتي او نورو ستونزو په اړه وړاندیزونه وکړل چې د پالیسي او پروګرامونو د مرستیال له لوري لازمې لارښونې ورکړل شوې. هغه د استراتژي د پلي کولو په اړه په ولایتونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونو په جوړولو ټینګار وکړ.

 

د ورکشاپ په پای کې د وزارت مرستیال د خپلسرو او غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي په اړه د وزارت د رهبري ژمنه بیا تازه کړه او ویې ویل: دا استراتژي د خپلسرو او مسلکي کیندنو سیمو د مخنیوي په موخه عملي قدمونه دي. هغه پدې اړه د وزارت د رهبري د ملاتړ ډاډ ورکړ.

 

د مسلکي او خپلسرو کیندنو سیمو د رسمي کولو استراتژي د غیرقانوني کیندنو مخنیوي ته لاره هواروي او په یوه کال کې د یادو ساحو د رسمي کولو څرنګوالی په ډاګه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته