د ننګرهاراو کنړ ولایتونو د نفرایت کانونه داوطلبي تر سره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۸:۴۵
ss

د کانونواو پټرولیم وزارت د ننګرهار ولایت کامې ولسوالی میرزاخیلو سیمې او د کنړ ولایت خاص کنړ ولسوالی اولي برچنچن سیمې C بلاک نفرایټ کانونو داوطلبي نن چهارشنبه 1402/3/24 د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ میرزاخېلو سیمې او د خاص کنړ ولسوالۍ د اولي برچیچن سیمې C  بلاک نفرایټ چې مخکې د داوطلبۍ لپاره اعلان ته سپارلي وو، داوطلبي یې نن د مرستیالانو، رئیسانو، ټاکلي هئیت او یوویشت هغو شرکتونو په شتون کې چې د پروپوزلونو ارزونې پروسه کې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو تر سره کړه.
چې په دغه داوطلبۍ کې د ننګرهار افغان تالک شرکت د ننګرهار ولایت دنفرایټ ډبرو في ټن  ۱۱۰۰۰۰۰ یو میلیون او سل زره رویالټي او د ۲۵۰۰۰۰۰۰ پنځه ویشت ميلونو په مخکې اداینې او د افغان زمین سنګ شرکت د کنړ ولایت نفرایت ډبرو في ټن ۲۴۳۰۰۰۰ دوه میلیونه څلور سوه دېرش زره رویالټي سره ګټونکي اعلان کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته