د ننګرهار تالک، اچین بلاک د راپور د څېړنې پر سر ناسته د کانونو وزارت او اقتصادي عالي شورا د پلاوي ترمنځ جوړه شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۹ - ۱۱:۰
fgd

د ننګرهار تالک، اچین بلاک پروژې لپاره د پروپوزلونو ارزونې راپور پخوا د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شوی ؤ، چې د اقتصاد عالي شورا لخوا پلاوي ته دنده سپارل شوي وه، ترڅو د پروپوزلونو ارزونې راپور چمتو او حالت یې وڅیړي.

د اقتصاد عالي شورا له هدایت سره سم، کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي عنایت الله مومند په مشرۍ غونډه، پرون مخکې له غرمې د نوموړي پلاوي سره جوړه شوه، د غونډې په پای کې پریکړه وشوه چې د کانونو او پټرولیم وزارت راپور تائید او د اچین بلاک پروژې داوطلبي یو ځل بیا د اقتصاد عالي شورا ته پیشنهاد کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته