د نهم ځل لپاره د پنجشېر ولایت د زمردو داوطلبي ترسره شوه 

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۸:۳۶
ss

د پنجشېر ولایت د (2900) قیراطه زمردو داوطلبي د(80000) امریکایي ډالرو په ارزښت د پنجشېر والي الحاج محمد آغا حکیم ، ټاکلي پلاوي په شتون کې د پنجشېر ولایت کې د مقام د غونډو په تالار کې د داوطلبۍ له لارې و پلورل شول.
په دغه داوطلبي کې د زمردو پلور د رونټیا په پام کې نیولو او کریستل بندي توګه ترسره.
1- ښاغلی عبدالحفیظ د 5100 امریکايي ډالرو په ورکولو سره د (275) قیراطه زمردو ګټونکی شو. 
2- ښاغلی ډاکټر احسان د 1800 امریکايي ډالرو په ورکولو سره د (34) قیراطه زمردو ګټونکی شو. 
3 - ښاغلی حاجي حیا د 1600 امريکايي ډالرو په ورکولو سره د (292) قیراطه زمردو ګټونکی شو.
4 ـ ښاغلی عبدالقدوس د 12500 امریکايي ډالرو په ورکولو سره د (251) قیراطه زمردو ګټونکی شو. 
5 - ښاغلی حاجي هارون د 6300 امریکایي ډالرو په ورکولو سره د (1259) قیراطه زمردو ګټونکی شو.
6- ښاغلی محمد نور 6100 امریکایي ډالرو په ورکولو سره د (175) قیراطه زمردو ګټونکی شو.
7- ښاغلی غلام عمر د 46600 امریکايي ډالرو په ورکولو سره د (614) قیراطه زمردو ګټونکي اعلان شول.

د یادونې وړ ده چې په ټولیز ډول د 80000 امریکايي ډالرو  د نن ورځې داوطلبي د عواید له جملې څخه 10 سلنه عواید د وزارت او پاتې نور یې د کان د قرار دادي اړوند دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

بېرته خبرونه ته