د هرات ولایت د مرمر ډبرو کانونو کې له 5000 څخه ډېر کسان په کار بوخت دي

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۸:۵۹
ss

د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالۍ د مرمر ډبرو کانونو او پروسس په کار خونو کې له پنځه زرو څخه ډېر کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.
دغه راز په د غو کانونو باندې له ۱۲ میلیونو ډالرو څخه زیاته پانګونه شوې ده، سربېره پردې دیادو شرکتونو مسوولینو د سیمو خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو لکه د زده کړو، روغتیا او بېوزله کورنیو سره د مرستو په برخه کې هم کار کړی دی، په دې توګه د سیمې خلکو د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت څخه خوښي څرګنده کړه، چې دوی ته یې د کاري زمینې برابرولو تر څنګ د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې کار کړی دی.   
همدا راز د یادو ډبرو پروسس د هېواد د ننه د هرات ولایت په صنعتي پارکونو کې د افغان مروارید شرکت له لوري ترسره کېږي، چې په دغه کار خونې باندې د ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې له پروسس وروسته د مرمر ډبرې ترکمنستان، ایران، چین، ازبکستان، جرمني، عمان، کویټ او هند هېوادونو ته صادرېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته