د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو روح ته د دعا په موخه، د کانونو او پټرولیم وزارت کې د قرآن عظیم الشان ختم ترسره شو

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۱ - ۱۳:۳۱
ططط

د جمهوري ریاست د عالي مقام په لارښونه، د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو روح ته د دعا په موخه، د کانونو او پټرولیم وزارت کې د قرآن عظیم الشان ختم ترسره شو.

په دغو مراسمو کې د کانونو او پټرولېم وزیر محمد هارون چخانسوري، د وزارت معینانو، رئیسانو، کارکونکو او دیني علماو ګډون درلود.

د قران کریم د ختم په پای کې، د کانونو او پټرولیم وزیر او د وزارت ټولو کارکونکو د کابل ښار د دشت برچې او د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د تروریستي پېښو شهیدانو او د هیواد د زړورو دفاعي او امنیتي ځواکونو د شهیدانو روح او په هېواد کې د باعزته سولې او دایمي امنیت لپاره دعا وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته