د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو او د کاني شرکتونو له رئیسانو سره وکتل.
یاد پلاوي د افغانستان د کانونو په ځانګړې توګه د کرومایټو، سرب او جستو، مسو او نورو فلزي کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او دغه راز یې په علمي، تخنیکي او مالي برخو کې د همکاریو ډاډ هم ورکړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال په هېواد کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه هغوی ته لنډ معلومات وړاندې کړل. نوموړي له هغوی څخه وغوښتل چې خپل تخنیکي ټیمونه معرفي کړي، ترڅو د کانونو د اکتشاف، استخراج او نورو اړوندو برخو کې د ګډې همکارۍ او عملي کار زمینه برابره شي.
