د پروان ولایت د جبل السراج سیمنټو پروژې قرارداد لاسلیک

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۲:۲۲
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د مرستیالانو، رئيسانو په شتون کې د جبل السراج د سیمنټو پروژې قرارداد د پنجشنبې په ورځ د 20/7/1402 نېټې د عوفي بهرام، الفلاح العالمي و مجموعة المهام الدولي قطرشرکتونو سره د رسنیو په شتون کې لاسلیک کړ.
یاده غونډه چې د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د جبل السراج د سیمنټو پروژه د 220 میلیونه ډالرو څخه زیاتې پانګونې سره، چې د کال یو میلیون او پنځه سوه زره ټنه سیمنټ په اساسي توګه تولیدوي او 5000 کسانو ته به په مستقیم او ګڼ شمېر نورو ته به په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کندهار او هرات ولایتونو د سیمنټو پروژې، د هرات نفت او ګاز، د بدخشان سروزرو، د پنجشیر زمردو په اړه معلومات وړاندې کړل، یادې پروژې یې د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره مهمې او اړینې وبللې.
همدارنګه د قطر د المهام الولي شرکت رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبري څخه مننه وکړه چې یاده پروژه یې نهايي او لاسلیک کړه ، د افغانستان اقتصادي پراختیا او کارموندنې په برخه کې مهم ګام وباله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته