د کانونو او پټرولیم وزارت او د هلمند ولایت محلي ادارې، په هغه ولایت کې د کانونو د غوره مدیریت په اړه لازمي سلا مشورې وکړې

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۱۵:۸
ااا

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، نن غرمه د هلمند والي برید جنرال عبدالنبي الهام سره د ویډیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د هلمند ولایت د کاني زېرمو د مدیریت، د هلمند ولایت له استخراجي فرصتونو څخه د سالمې ګټه اخیستنې، د قاچاق  او غیرقانوني کیندنو د مخنیوي او د نورو کانې زېرمو د څېړنو په اړه هراړخیز بحث ترسره شو.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د هلمند د حوزې د نفت او ګازو د سروې لپاره د وزارت د پلانونو ترڅنګ د نورو کاني زېرمو د اقتصادي څېړنو په اړه هم خبرې وکړې.

محمد هارون چخانسوري وویل: هلمند د کاني زېرمو پراخ ظرفیت لري، موږ په پام کې لرو چې د واضح میکانیزم په رڼا کې له دې ظرفیتونو څخه د کاري فرصتونو د ایجادولو، د ولسي مشارکت د پیاوړتیا او د اقتصادي رفاه لپاره اغېزناکه ګټه واخلو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته