د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري پلاوي غونډه ترسره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۸ - ۱۱:۵۰
بب

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري پلاوي غونډه د پنجشنبې په ورځ  1400/11/28 د شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د تخنیکي معین الحاج محمد عیسی آخند، د جیولوجي سروې معین انجینیر نور الله ستانکزی او یو شمېر نورو ريئسانو په ګډون د وزارت په مقام کې تر سره شوه.
غونډه د قرانکريم په څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پېل شوه، د کانونو وزارت سرپرست د کانونو او د هغه به ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په دې ورستیو څو میاشتو کې د وزارت مشرتابه په دې توانیدلی چې په پلانونو کې بدلونونه راولي او د وزارت په بیلابیلو برخو کې مثبتې پایلې ولري.
ورپسې د مس عینک کان، ټاپي پروژې د غوریانو د کانونو د پرمختګ په اړه بحث او خبرې وشوې. او همدارنګه د قرضونو راټولو په اړه مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
یاده غونډه د وړاندیزونو او پوښتنو په ویلو سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته