د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ده سبز ولسوال او یوتن ملي پانګوال سره ولیدل

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۸:۱۱
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ده سبزولسوالۍ له ولسوال او په ترکیه کې مېشت پانګوال سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د ده سبزولسوال د یادې ولسوالۍ د خلکو ستونزې او غوښتنې د وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.
د هېواد ملي پانګوال د شته فرصتونو په برخه کې مننه وکړه د هېواد د اوسني و ضعیت په اړه یې خپل  احساسات او نظریات څرګند کړل او د خپلو تېرو فعالیتونو او شرکت په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
د تالک ډبرو د پروسس کارخونې د جوړېدو غوښتنه یې وکړه او د هېواد دتالک کانونو په برخه کې یې د پانګونې په اړه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد په کانونو کې د پانګونې او د کارخونې د جوړېدو په برخه کې ترې مننه وکړه، او د ده سبز ولسوال ته یې ډاډ ورکړ چې د شته امکاناتو په شتون کې به د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته