د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قزاقستان هېواد له ډیپلوماتانو سره وکتل

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۵۴
image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ نېټې په خپل کاري دفتر کې د قزاقستان هېواد له ډیپلوماتانو سره وکتل.
د یاد هیواد ډیپلوماتانو د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه له مېلمه پالنې څخه مننه وکړه، د کانونو په برخه کې په ځانګړې توګه د تېلو، ګازو، سرب او جستو  په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه. دغه راز دوی یادونه وکړه چې د قزاقستان هېواد څخه یو تخنیکي ټیم د روان کال په اپرېل کې افغانستان ته سفر وکړي .
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد په کانونو کې د پانګونې په موخه د دوی د لېوالتیا څخه مننه وکړه او د کان کیندنې د قانون سره سم یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته