د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ځمکو ادارې له عمومي رئیس سره وکتل

kamran_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۳:۱۳
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ځمکو ادارې له عمومي رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ نېټې د ځمکو ادارې عمومي رئیس ملا محمود مظلوم او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې غونډه کې د ګازو د نللیکې په اوږدو کې د ځمکې د استملاک د چارو پروسې د ګړندي کولو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په پای کې دواړو لورو د یادې پروژې په پلي کولو، د همکاریو پر دوام او د یادې پروژې د کاري پروسې په چټکتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته