د کانونو او پټرولیم وزارت کې د بین الوزارتي کمیټې غونډې تر سره کول

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۸:۱۴
خخ

بين الوزارتي کميټې غونډه د هرات ولايت د غوريانو د اوسپنې د کانونو د پروپوزلونو ارزونې په اړه نن سه شنبه د 1401/11/18 نېټې د ياد وزارت سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په مشرۍ , د اقتصاد وزارت مرستيال عبدالطيف نظري, د ماليې وزارت مرستيال مولوي حمدالله زاهد, د سوداګرۍ خونې مرستيال مولوي قدرت الله جمال,دچاپیریال ساتني مرستیال ډاکټرزین العابدین، د ياد وزارت د مرستيالانو او يو شمېره ريسانو په شتون کې تر سره شوه. 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اړوندې کمېټې له لوري د غوریان اوسپنې پروژې د پروپوزلونو د ارزونې په بهیر کې له شفافیت څخه خوښي څرګنده کړه او د داوطلب شرکتونو د پروپوزلونو د ارزونې په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د غوریان اوسپنې په څلورو بلاکونو کې د داوطلب شرکتونو د پروپوزلونو د ارزونې په اړه لنډ راپور د ټاکلې کميټې له خوا د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته