د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

kamran_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
نیوز

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په افغانستان کې له طبیعي ګازو څخه د برېښنا د تولید پر اهمیت، د انرژۍ برخې د پراختیا پر فرصتونو او همدارنګه د راتلونکو ګډو پلانونو په اړه يې هر اړخیز بحث او نظرونه شریک کړل. د عزیزي انرژي ګروپ استازو په افغانستان کې د ګازي سرچینو د لا ښه اکتشاف، استخراج او له هغو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې خپل تخنیکي وړاندیز (پروپوزل) د وزارت له مشرتابه سره شریک کړ.
دوی ټینګار وکړ چې که مناسبې اسانتیاوې او همغږي رامنځته شي، نو افغانستان کولای شي له خپلو کورنیو ګازي سرچینو څخه په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړي او د برېښنا د کمښت ستونزه تر ډېره بریده حل کړي. همداراز یې د یادو پروژو د عملي کېدو په صورت کې د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو رامنځته کېدو او د انرژۍ د ځان بساینې پر مثبتو اغېزو هم خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزیر د یادې کمېټې د هڅو او نوښتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې وزارت چمتو دی څو په یادو برخو کې له عزیزي انرژي ګروپ سره خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د طبیعي سرچینو د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د انرژۍ د برخې د پرمختګ لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې شي او ګډې پروژې به د قانوني چوکاټ له مخې پلي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته