د کانونو د ساتنې کمیټې د همغږۍ ریاست ته  نوی رئیس معرفي شو

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۱:۵۵
123

د کانونو او پټرولیم په وزارت کې نن چهار شنبه 13/7/1401 نېټه په جوړ شوي محفل کې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي حسام الدین صابري د یاد وزارت  د 23/2/1444 هـ ق چې 29/4/1401 ڼېټې سره برابره ده د 21 شمېرې وړاندیز او د ریاست الوزرا 6/3/1444 هـ ق چې 10/7/1401 نېټې سره برابره ده 678 حکم له مخې ښاغلی مولوي سيد قاسم زاهد د یاد ریاست کارمندانو ته په رسمي توګه ورمعرفي کړ.
د کانونو د ساتنې کمیټې د همغږۍ رئیس په خپلو خبرو کې د وزارت له مشرتابه هیئت څخه د خپلو کاري پلانونو له امله چې د خپلو اړوندو څانګو د پرمختګ په برخه کې کړي وو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د وزارت د مقام په هدایت او د یاد ریاست کاري ټیم په همکاري او همغږۍ سره د یاد وزارت د پلانونو او برنامو په تطبیق کې به هيڅ ډول هڅې ونسپموم.
په پای کې د کانونو د ساتنې کمېټې د همغږۍ نوي ریئس سره تر خپل کاري دفتره لاړل او رسماً یې پر کار پېل وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته