د کانونو سکټور حقوقي آجنډا بشپړه شوه

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۵ - ۱۱:۵۱
ddd

د کانونو سکټور حقوقي آجنډا د کان کېندنې مقررې د طرحې په تصویبولو سره بشپړه شوه.
د کان کېندنې د مقررې طرحه د کانونو قانون د شپږاویایمې (۷۶) مادې له مخې ترتیب شوي. دغه مقرره چې د اړوند ادارو په همکارۍ ترتیب شوي وه، تیره ورځ د کابینې د غونډې لخوا د تأیید وړ وګرځیده.

یاده مقرره، د تدارکاتو [د کان کېندنې د لویو قراردادونو د داوطلبۍ او د کوچنۍ کان کېندنې لپاره د جواز غوښتنلیکونو]، د قراردادونو/جوازونو مدیریت، د کان کېندنې قراردادونو د رویالټۍ دتادیې/مالي شرایطو، د کان کېندنې فعالیتونو د ثبت [د روڼتیا لاسته راوړلو په موخه]، د روغتیا او خوندیتوب د اړونده چارو، د ژوند چاپیریال، د کاني سیمو په امنیت او د ځایې ټولنو د مشارکت په پروسې تمرکز کوي.

کانونو او پټرولیم وزارت ویاړي چې، د کانونو سکټور حقوقي آجنډا #دصنایع‌استخراجی‌تګلا‌رې #دکانونو‌قانون #دکان‌کېندنې‌مقررې له مخې نهایې شوي، چې دا په سکټور کې د ښکیلو شریکانو لپاره قانوني کڅوړې چمتو کوي.

#د‌کانونو‌او‌پټرولیم‌وزارت #MoMP

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته