د کاپیسا ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه ترسره شوه

kamran_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۲:۲۵
د کاپیسا ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کاپیسا ولایت د کانونو د ساتنې کمیټې غونډه د دې ولایت د مرستیال شیخ اسدالله سنان په مشرۍ، د کانونو د رئیس الحاج عنایت الله ابلاغ، د امنیه قومندانۍ استازي، د استخباراتوریاست مرستیال او د یادې کمیټې د نورو غړو په شتون کې د کانونو ریاست کې ترسره شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ولایت مرستیال د افغانستان د کانونو ارزښت په ځانګړې توګه د کاپیسا ولایت د کانونو په اړه وویل: "الحمدلله موږ په داسې یوه هېواد کې ژوند کوو چې کانونه یې په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ارزښت لري او د هېواد د کانې سرچینو ساتنه د هر افغان ګډ مسوولیت دی." هغه زیاته کړه چې د کاپیسا د کانونو ریاست باید د پانګوالو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، تر څو د کانونو د استخراج له لارې د خلکو لپاره د کار زمینه برابره شي او د اسلامي امارت عواید هم زیات شي.
ور پسې د کانونو رئیس الحاج عنایت الله ابلاغ د نفرایټ ډبرو د استخراج او قراردادي شرکتونو په اړه لنډ معلومات ورکړل. نوموړي د وزارت له مشر تابه مننه وکړه چې د کاپیسا د کانونو ریاست ته یې د مسلکي قراردادونو د تنظیم مسوولیت سپارلی، څو د دې ولایت خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
په پای کې د امنیتي ادارو او د کانونو د ساتنې کمیټې د غړو له همکاریو مننه وشوه، د کمېټې غړو خپل نظریات شریک کړل او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

د سمنګانو ولایت د سمنټو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سمنګانو ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټو پروژې تړون له ایبک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۷:۲۴
Background image

ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونواو پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه نېټه، د شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي‌رضا بیکدلي د. . .

بېرته خبرونه ته