د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍ د C بلاک د نفرایټ ډبرو د کان داوطلبي پروسه ترسره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۷ - ۱۱:۴۰
xxx

د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍ د C بلاک د نفرایټ ډبرو کان  داوطلبي چې مخکې اعلان ته سپارلی و، د پنجشنبه 7/11/1400 نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت په مقام کې په پوره شفافه فضا کې تر سره شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍ د C بلاک د نفرایټ ډبرو کان د مکلف هیئت، رسنیو او د 16 هغو شرکتو په شتون کې چې د وړاندیزونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو، د یوې شفافې پروسې لاندې تر سره کړ.په دغه داوطلبۍ کې د سپین ځمکې کان استخراج او پروسس شرکت د رویالیتی په لوړ قېمت في ټڼ 60 لکه افغانۍ ګټونکی اعلان کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته