زابل ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال سفر

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۱۱:۳۶
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وړمه ورځ زابل ولایت ته په یو رسمي سفر ولاړ.
د یاد سفر موخه د زابل ولایت له والي الحاج مولوي محب الله حماس، امنیه قومندان، د استخباراتو ریاست مرستیال، د کانونو رئیس او نورو اړوندو ادارو رئیسانو سره د کتنې ترڅنګه د زابل ولایت د کاني زېرمو ساتنې او څارنې لپاره شته ستونزو ته درسېدو په موخه د یوې ګډې کمېټه د جوړېدو ترڅنګ یې له کاني زېرمو څخه سمه ګټه اخیستل د غیر قانوني کیندنو مخنیوی، د وزارت د پلان او کاري طرزالعمل سره سم د کانونو د استخراج په اړه یې خبرې وکړې زیاته یې کړه: اسلامي امارت د کانونو د رونټیا په برخه کې محتاتانه او جدي عمل کوي.
همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال له لوري د زابل ولایت د کانونو د څارنې اوساتنې لپاره د یاد ولایت د والي په مشرۍ د یوې ګډې کمېټې، چې پکې د زابل ولایت (امنیه قومنداني،استخبارات،کانونو ریاست،مستوفیت،اقتصاد، کرنه،چاپیریال ساتنې، سوداګري او صنعت) شامل دي جوړه کړه او زیاته یې کړه: یاده کمېټه د کانونو د غیرقانوني استخراج، قاچاق مخنیوی او د کانونو د استخراج په برخه کې د چټکتیا په موخه جوړه شوې او غوښتنه یې وکړه، چې سیمه یز ارګانونو دې له یادې کمېټې سره همکاري وکړي، ټولو اړوندو ادارو ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

بېرته خبرونه ته