له شبرغان څخه تر مزار شریف پورې د ګازو د انتقال د ۹۴،۵ کیلومتره پایپ لاین ساختماني چارې به په راتلونکې ۳ میاشتو کې پیل شي

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۸:۴۰
ddd

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري په مشرۍ د مزارشریف د برېښنا کوټ (Mazar IPP) د پروژې په چارو کې د پرمختګ او انسجام په موخه، د لوړې کچې شریکانو غونډه د ویډیوکنفرانس له لارې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د پروژې د تدارکاتي پروسو سربېره، دپروژې د حقوقي برخې او د پروژې د مهالوېش په اړه هراړخیز بحث وشو.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د غونډې ګډونوالو ته وویل چې، "د مزارشریف د برېښنا کوټ د پروژې په چارو کې د بهبود او د ښې همغږۍ په موخه، د پروژې لپاره ټاکل شوی مهالوېش باید په سمه توګه عملي شي."

هغه زیاته کړه: د لوړې کچې د شریکانو د غونډې سربېره دې هره اوونۍ تخنیکي غونډې هم ترسره شي ترڅو د شریکانو ترمنځ همغږي لا پیاوړې او د پروژې د تطبیق لپاره موثره زمینه مساعده شي.

ټاکل شوې له شبرغان څخه تر مزار شریف پورې د ګازو د انتقال د ۹۴،۵ کیلومتره پایپ لاین ساختماني چارې په راتلونکې ۳ میاشتو کې پیل او د یوه کال په موده کې تکمیل شي. ددغه پایپ لاین له ګازو څخه به د ۵۰ میګاواټ برېښنا د تولید او د مزار شریف په برېښنا کوټ کې له استفادې سربیره د سرې او ښېښو د تولید په فابریکو کې ګټه واخیستل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته