محمد هارون چخانسوري د افغانستان د کانونو او صنعت د خونې غړو ته په خطاب کې: مشترکو موخو ته د رسېدو لپاره باید په ګډه کار وکړو ترڅو په سکتور کې شفافیت او تحرک تامین او خلکو ته د کارموندنې فرصتونه ایجاد شي

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۹:۴۴
dfg

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د کانونو او صنعت د خونې له رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده او د یادې خونې له یو شمېر غړو سره په ناسته کې د کانونو د قانون، د جواز ورکړې د پروسو، ټرانسپورټ، له قاچاق څخه د مخنیوي او د استخراج په پروسو کې د سهولت په اړه ددوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د غونډې ګډونوالو یادو ستونزو ته د غوره رسیدګۍ لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت او د کانونو او صنعت د خونې د کارکونکو په ګډون د یوې ګډې تخنیکي کمېټې د جوړولو وړاندیز وکړ چې د وزارت د رهبرۍ لخوا یې هرکلی وشو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل: ستاسې ستونزې او وړاندیزونه ددې ښکارندویي کوي چې زموږ موخې مشترکې دي او دغو موخو ته د رسېدو لپاره باید په ګډه کار وکړو ترڅو په سکتور کې شفافیت او تحرک تامین او خلکو ته د کارموندنې فرصتونه ایجاد شي.

ښاغلي چخانسوري وویل چې د کانونو د سکتور پانګوالو، په ځانګړي ډول د تالک، مرمرو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او د ډبرو سکرو د پانګوالو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه به میاشتنۍ غونډې ترسره کیږي ترڅو د ستونزو د حل لپاره موثرې برنامې طرحه او تطبیق شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته