په ننګرهار ولایت کې د 30 ټنه استخراج شوي نفرایټ د پلور خبریتا!

د ننګرهار کانونو ریاست تقریبا ( 30 ) ټنه استخراج شوی نفرایټ چې د دې ریاست په مقر او د ریاست مربوط لوړ تناژ تله کې ذخیره شوي د آزادې داوطلبۍ لپاره اعلان ته ورکوي، ټول هغه حقیقي او حکمي اشخاصو ته چې د نفرایټ ډبرو کې د پانګونې علاقمندي لري خبر ورکول کېږي چې خپله علاقمندي دې د یو درخواستۍ له طریقه د مکمل شهرت سره د ننګرهار کانونو ریاست ته د ۳/۷/۱۴۰۱ نېټې څخه تر ۱۰/۷/۱۴۰۱ نېټې پورې وسپاري.
د يادونې وړ ده چې پورته 30 ټنه نفرایټ د امارت اسلامي امنیتي منسوبینو لخوا ضبط شوی او د کانونو رياست ته سپارل شوي وو.