د کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو لپاره تکمیلي مدیریت برنامه پیل شوه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۸:۴۵
برنامه

د تکمیلي مدیریت روزنیزه برنامه (GMT) د آلمان نړیوالې پرمختیایې ادارې (GIZ) لخوا د کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو لپاره نن ورځ مخکې له غرمې افتتاح شوه.

په هغه ناسته کې چې نن ورځ په همدې مناسبت د کانونو او پټرولیم وزارت رئیسانو، کارکونکو او د یادې پروژې تطبیق کونکي هیئت ګډون درلود، د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسیو او برنامو مرستیال ولی الله ځدراڼ د وزارت کارکونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د یادې روزنیزې برنامې وړاندې کول مهم وبالل او زیاته یې کړه چې د داسې  برنامو تأثیرات به هغه وخت لا ښه مؤثر شي چې لوستي کارکونکي د یادې برنامې څخه لاسته راوړي پوهه له نورو همکارانو سره شریکه کړي.

ورپسې د افغانستا په صنایعو استخراجي سکټور کې د ښې حکومتوالۍ پروژې مشر فرانک اشمتز، د کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو په ظرفیت لوړولو کې د GIZ پرملاتړ ټینګار او د یادې پروژې څخه د وزارت رضایت ته لومړیتوب ورکړ. 

له هغه وروسته، د پروژې د پلي کونکي په توګه د دنیا پوهنتون اجراییوي ریئس عبدالرحیم سعیدي په مؤثر توګه د یادې پروژې پلې کیدو ته خپله ژمنتیا وښوده.
د یادونې وړ ده چې، له یادې برنامې به د کانونو او پټرولیم وزارت 120 کارکونکي د دریو میاشتو لپاره په شپږو برنامو[د انساني سرچینو، مالي او د عوایدو مدیریت، څارنه او ارزیابي، تخنیکي پروپوزل لیکنې او د تخنیکي او غیرې تخنیکي ګزارش لیکنې] اړوند موضوعات په کم نفوذه صنفونو کې لا زیاته پوهه لاسته راوړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۷:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون ولایتي ریاستونو په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کامې او ګوشتې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د بادغیس ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بادغیس ولایت د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت له بېلابېلو کانونو او د ګچو له کارخونو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې نوموړي د کانونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. 
دیادې لیدنې په لړ کې یې د پروژې د پرمختګ کچه. . .

بېرته خبرونه ته