د مزارشریف د برېښنا کوټ (Mazar IPP) په اړه د لوړې کچې شریکانو میاشتینۍ غونډه ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۵ - ۸:۳
dddd

د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست محمد هارون چخانسوري په مشرۍ د مزارشریف د برېښنا کوټ (Mazar IPP) د چارو د پرمختګ او انسجام په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې د لوړې کچې شریکانو غونډه ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د پروژې د تدارکاتي پروسو، حقوقي برخې او د پروژې د مهالوېش په اړه هراړخیز بحث وشو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د غونډې ګډونوالو ته وویل چې، د کانونو او پټرولیم وزارت د پروژې په چارو کې د بهبود او ډېرې همغږۍ په موخه د پروژې لپاره یو واضح مهالوېش ټاکي ترڅو د شریکانو ترمنځ همغږي پیاوړې شي او د پروژې د تطبیق لپاره موثره زمینه مساعده شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته