افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت سازمان د څو اړخیزې ډلې (MSG) ۴۹مه غونډه ترسره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۱۲:۳
ccc

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري په مشرۍ د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت (AEITI) د څو اړخیزې ډلې ۴۹ مه غونډه تر سره شوه.

په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه او غړو سربېره، د مالیې وزارت استازو، د څو اړخیزې ډلې نویو او پخوانیو غړو، د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت EITI نړیوالې ادارې غړو، د نړیوال بانک استازو او د خصوصی سکتور او مدني ټولنې غړو په حضوري ډول او د ویډیوکنفرانس له لارې ګډون درلود.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري په خپله وینا کې وویل: خوښ یم چې دڅو اړخیزه ډلې ۴۹ غونډه د نویو غړو په ګډون سره پیلوو. هیله ده د دوی په فعالې ونډې سره هغه شرایط چې د روڼتیا د نوښت په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د ساتنې لپاره لازمي دي، ترسره کړو.

محمد هارون چخانسوري وویل: ځینې غړو په ګروپي غونډو کې د قناعت وړ ګډون نه دی کړی او د ځېنو ادارو لخوا هم د AEITI په پروسه کې لازمه همکاري نده شوې. موږ د هغو ټولو ادارو څخه چې په دې پروسه کې‌ ګډون لري، جدي‌ هیله کوو ترڅو د AEITI د راپورجوړونې او د اعتبار ورکړې په پروسو کې هر اړخیزه همکاري وکړي. همدا راز، د نوې دورې له انتخاب شویو غړو څخه په جدي ډول غوښتنه کوو ترڅو په ټولو غونډو کی ګډون وکړي.‌ ددې لپاره چې په راتلونکې کې له خنډ او ځنډ څخه مخنیوی وشي، سکرتریت ته هدایت ورکول کیږي چی په هرو ۶ میاشتو کې د غړو د حاضرۍ راپور وړاندې کړي تر څو د وظایفو د لایحې په رڼا کې د غیرحاضرو غړو په اړه پریکړه وشي.

دیادونې وړ ده چې پدې غونډه کې د EITI د ستندرد له شرایطو سره سم د AEITI د اووم راپور د تمدید غوښتنه، د اړونده تصدیانو د مالي حسابونو تفتیش او د MSG د نوي ګروپ د کاري ډلو د تشکیل په اړه هم بحث او خبرې وشوې.‌

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته