د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او نقشه اخیستنې ریاست د (3) نمبر سیمه‎ییز ټیم لخوا، د خوست ولایت د ساختماني موادو سروې

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۱۲:۳۶
vvv

کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد کاني زیرمو ته د پانګونې د راجلبولو، د کاني زېرمو څخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې، هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د ایجادولو او د هېواد ملي عوایدو د لوړولو په موخه، د خوست ولایت د ساختماني موادو سروې ترسره کړه.

د ساختماني موادو (د چونې ډبرو) سروې، د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ اړوند سیمو، لکه: میداني، ګړم، ایږدنو کلی، مدیخیل (1 او 2) او خاوني سام سیمې تر مطالعې لاندې نیولي دي.

د یاد ټیم عمده فعالیتونه؛ په 1:10000، 1:25000 اندزې د جیولوجیکي نقشې اخیستنه او د لابراتواري تجزیې لپاره د نمونو د راټولول دي.

د یادونې وړ ده، چې یاد ټیم د دې ولایت د تڼیو ولسوالۍ د تور غر مس، د سپېرې ولسوالۍ د غبرګې سیمې نفرایټ او د سړو اوبو د چونې ډبرو لومړنۍ سروې‎ګانې هم بشپړې کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته