محمد هارون چخانسوري: موږ د هېواد د استخراجي صنایعو په سکتور کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلبولو لپاره د اسانتیاو په برابرولو تمرکز کوو

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۹:۱۵
1234

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري نن سهار د انډونیزیا د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له مسئولینو سره د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکتور کې د شته فرصتونو په اړه د ویډیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې په انډونیزیا کې د افغانستان سفیر فیض الله ذکي، په کابل کې د انډونیزیا سفیر ډاکټر عارف رحمان او د انډونیزیا د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رئیس فخري طیب ګډون درلود.

په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د دواړو هېوادونو ترمنځ نېکو اړیکو ته په اشارې، د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکتور کې د انډونیزیا د لېوالتیا څخه مننه وکړه او په دغه سکتور کې یې د شته فرصتونو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل.

د کانونو او پټرولیم وزیر د پانګونې لپاره د پایداره او اعتماد وړ حقوقي او پالیسۍ چارچوب جوړولو ته په اشارې وویل: موږ د هېواد د استخراجي صنایعو په سکتور کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلبولو لپاره د اسانتیاو په برابرولو تمرکز کوو.

د غونډې په لړ کې، په جاکارتا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر فیض الله ذکي او په کابل کې د انډونیزیا سفیر ډاکټر عارف رحمان د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې د پانګونې د رول په اړه، خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې دواړه لوري به تخنیکي ټیمونه ایجادوي ترڅو د کانونو او نفت او ګازو د پروژو په اړه منظم بحثونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته