ښاغلی شفیق الله عمران د کانونو او پټرولیم وزارت د لابراتوارونو ریاست  رئیس په توګه معرفي شو.

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۹ - ۹:۷
یسی

ښاغلی شفیق الله د مولوی محمد شرین زوی چې د میدان وردګو ولایت تعلیم او تربیې څخه فارغ دی د کانونو او پټرولیم وزارت په وړاندیز د 181 شمېرې په حکم 28/3/1443 نېټې د افغانستان اسلامي امارت د محترم ریاست الوزراء له لوري تېره ورځ 3/4/1443 نېټې رسماٌ د لابراتوارونو ریاست کارمندانو ته د رئيس په توګه وروپېژندل شو.

ښاغلی عمران د کانونو، تعلیم او تربيې، اقتصاد، ګمرکونو  او مؤسساتو کمېسینونو کې له 8 کلونو څخه زیاته کاري تجربه لري او نوموړي د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ له باور تر څنګ ژمنه وکړه چې د همدې ریاست د کارمندانو په همکارۍ به خپله دنده په صداقت سره پر مخ وړم.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته