د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره نوی سرپرست وزیر معرفي شو.

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۷ - ۱۷:۲
Wazir

نن 7/9/1400 ه ش کال چې د 23/4/1443 ه ق سره سمون خوري د کانونو او پټرولیم وزارت د جیولوجي موزیم په تالار کې د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت نوي سرپرست وزیر شیخ الحدیث ښاغلي شهاب الدین دلاور د معرفي په ویاړ غونډه تر سره شوه.

په دغه غونډه کې د ریاست الوزرأ لومړی مرستیال ښاغلي ملا عبدالغنی برادر، دوهم مرستیال ښاغلی مولوی عبدالسلام حنفي، د سترې محکمې رئیس شیخ الحدیث عبدالحکیم حقاني، د سترې محکمې قضایي مرستیال شیخ الحدیث محمد قاسم ترکمن، چارو د ادارې لوی رئیس مولوي احمد جان احمدي (بلال)، د اقتصاد وزیر قاري صاحب دین محمد حنیف،  د سرې میاشتې لوی رئیس مولوي مطیع الحق خالص، ملګروملتونو ته دافغانستان اسلامي امارات دائمي استازی ښاغلی سهیل شاهین، د عامې روغتیا تخنیکي مرسیتال ډاکټر عبدالباري عمر او نوموتی عالم شیخ القرآن و الحدیث عبدالحمید حماسي صاحب ګډون درلود.

غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د کانونو او پټرولیم نوی سرپرست وزیر شیخ الحدیث ښاغلی شهاب الدین دلاور د معرفی غونډ‌ه د ریاست الوزرأ لومړی مرستیال ښاغلی ملا عبدالغنی برادر په وینا پرانستل شوه. ښاغلي برادر د کانونو او پټرولیم وزارت نوي سرپرست وزیر ته د مبارکۍ تر څنګ په چارو کې د لا بریا لپاره له څښتن تعالی څخه د بریالیتوب دعا وکړه.

ورپسې ښاغلي مولوی صاحب عبدالسلام حنفي د نوي سرپرست وزیر لنډه بیوګرافي ګډونوالو ته وړاندې کړه

متعاقباُ د کانونو او پټرولیم نوی سرپرست وزیر شیخ الحدیث ښاغلی شهاب الدین دلاور د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه څخه مننه وکړه چه په ما یې دومره لوی باور وکړ او دغه ستر مسؤلیت یې زما په اوږو بار کړ.

ښاغلي وزیر صاحب وویل چې الله پاک دې ماته ددې توفیق راکړي چې خپل وطن او ولس ته خدمت وکړم او زیاته یې کړه چه د افغانستان هره تیږه کې د ټول ولس حق ده.

وزیر صاحب همدارنگه زیاته چې افغانستان د طبعي زیرمو له مخې د نړۍ په کچه تر ټولو بډایه هیواد دی، که چیرې دا زیرمې په مسلکي او قانوني ډول استخراج شي نو کولای شي د هیواد لپاره یوه ستره اقتصادي سرچینه ووسي. هغه زیاته کړه چې یواځې کانونه کولای شي چې افغانستان له موجوده حالت څخه راوباسی.

شیخ الحدیث ښاغلی شهاب الدین دلاور د کانونو او پټرولیم وزارت ټول تخنیکيي او مسلکي کارکوونکي دې ته را وبلل چې په ګډه د هیواد د دغو شتمنیو د مدیریت او مسلکي استخراج لپاره کار وکړو.

وزیر صاحب له ټولو راغلو میلمنو څخه په غونډه کې د ګډون لپاره مننه وکړه او غونډه د سترې محکمې قضایي مرستیال شیخ الحدیث محمد قاسم ترکمن په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته