د بلخ، غزني او میدان وردګ ولایتونو د رسوبي مالګې او ګچ ډبرو د کانونو داوطلبي ترسره شوه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۰ - ۱۳:۳۸
sds

د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د ده نو سیمې رسوبي مالګې، د غزني ولایت د ناهور ولسوالۍ د ګاومرده دره د سویل لویدیځې سیمې د ګچ ډبرو او د میدان وردګ ولایت د دای میرداد ولسوالۍ د دریاي سویل ختیځ سیمې دګچ ډبرو د کانونو داوطلبي نن د 10/3/1401 نېټې د دغه وزارت په مرکز کې په شفافه ټوګه تر سره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یادو سیمو د مالګې او ګچ کانونو داوطلبي چې مخکې اعلان ته سپارلې وو. د موظف هیئت او د هغو شرکتونو په حضور کې چې د پرپوزلونو په ارزولو کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو  د یوې شفافې پروسې لاندې تر سره شوه.
په دغه داوطلبي کې لاندې شرکتونه:
•    د ممتاز ایاز شرکت د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د ده نو سیمې د رسوبي مالګې کان في ټن د (3080) افغانیو په ارزښت.
•    د ساحل شرق میانه شرکت د میدان وردګ ولایت د دریا میرداد ولسوالۍ د سویل ختیځې سیمې  د ګچ کان في ټن د (1000) افغانیو په ارزښت.
•    د اکا اروند شرکت د غزني د ناور ولسوالۍ د ګاو مرده دره خوات د جنوب لوېدیځ سیمې د ګچ کان في ټن د (801) افغانیو په ارزښت.
د ارزولو موظف هیئت له لوري د یادو سیمیو ګټونکي اعلان شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته