د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست سره وکتل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۵ - ۱۴:۳
sds

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن چهار شنبه 25/3/1401 نېټې  د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني سره په خپل کار کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو په مختلفو موضوعاتو بحث وکړ، چې له هغې جملې څخه د هغو مهاجرو هیوادوالو لپاره چې له ایران او پاکستان هیوادونو څخه خپل هیواد ته بېرته راستانه شوي دی د کار زمینه ورته برابره شي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر د کانونو او پټرولیم وزارت له کاري برنامو څخه د ملاتړ تر څنګ د هېواد خلکو او په ځانګړې توګه هغو ماشومانو او اقشار چې له هیواد څخه بهر ژوند کوي او غواړي چې افغانستان ته راستانه شي خدمت کول خپله اصلي دنده ګڼي چې د ټولنې دې طبقې ته د امکان تر حده د رسېدو پر اړتیا تینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته