د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو نړویوال سازمان د اسلامي فقې ټولنې له رئیس سره وکتل.

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۲:۴۹
sds

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د پنجشنبې په ورځ 2/4/1401 نېټې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان د اسلامي فقهې ټولنې له رئیس ښاغلي پروفیسور قطب سانو او د هغوی له مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست افغانستان ته د ښاغلي قطب سانو راتګ څخه هرکلى وکړ او د افغانستان د کانونو او نورو برخو کې يې د اسلامي هېوادونو د پانګونې په برخه کې د دغه سازمان د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.
د اسلامي همکاريو د نړیوال سازمان د اسلامي فقهې ټولنې رئيس د دغه وزارت د مشرتابه له مېلمه پالنې مننه وکړه، بیا يې د خدای له دربار څخه د خوست او پکتيکا ولايتونو د زلزلې د شهيدانو لپاره د جنت فردوس او ټپيانو ته يې د عاجلې شفاء غوښتنه وکړه. او زیاته یې کړه چې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان د افغانستان ثبات ته ژمن دی او له افغانستان سره هر ډول مرستې هڅه کوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو او ملاتړ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: چې دغه هېواد له ټولو هېوادونو په تېره بیا د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هیوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته