د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکیې له سفیر سره وکتل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۳ - ۱۲:۴۵
بیب

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن پنجشنبې 1401/4/23 د ترکیې له سفیر ښاغلي جهاد ارګین او مل پلاوي سره د وزارت په مقام کې وکتل او په بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
د ناستې په پیل کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ پر ښو، اوږدمهاله او دوستانه اړیکو خبرې وشوې. ښاغلي جهاد ارګین وویل: موږ د افغانستان له خلکو او هېواد سره ژورې اړیکې لرو او د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: دغه وزارت د ټولو هغو ملي او نړیوالو پانګوالو هرکلی کوي چې غواړي په افغانستان کې د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړي او د هغوی لپاره زمینه برابره کړي.
د ترکیې سفیر څرګنده کړه چې هېواد به یې د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي. او همدارنګه یې د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون له لارې د تېر حکومت سیاسیونو د راستنېدو په اړه خبرې اترې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته