د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ د ګچو کان داوطلبي تر سره شوه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۴ - ۱۱:۷
ssd

د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ د پير سرخ سیمې د ګچو کان داوطلبي نن سه شنبه 4/5/1401 نېټې په شفافه توګه د وزارت په مقام کې تر سره شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت  یاد کان مخکې د داوطلبۍ اعلان ته سپارلی و، چې نن موظف هیئت د هغو شرکتونو په شتون کې چې د پروپوزلونو ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو د یوې شفافې پروسې له مخې تر سره کړه.

 په نوموړې داوطلبۍ کې د عثمان فیضي غلیزای د کانونو د استخراج شرکت د رویالیټي په لوړ قېمت في ټن 731 اوه سوه یو دېرش افغانیو په ارزښت ګټونکی اعلان کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته