له ننګرهار او لغمان ولایتونو څخه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۴:۱۷
ییی

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د دغه وزارت مشرتابه پلاوي ننګرهار او لغمان ولایتونو څخه لیدنه وکړ.
د دغه سفر په ترڅ کې دوی د لغمان او ننګرهار ولایتونو د کانونو او پټرولیم ریاستونو څخه لیدنه وکړه او د پروژو د تطبیق او د کارونو د پرمختګ په برخه کې یې شته ستونزې وڅیړلې او د چارو د لا ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
تېره اونۍ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ننګرهار او لغمان ولایتونو ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې په یادو ولایتونو کې د کانونو او پټرولیم وزارت د پروژو په ځانګړي ډول د کارکوونکو او د کانونو د قراردادونو د ستونزو او مشکلاتو په اړه خبرې وکړې او ورته یې د حل ډاډ ورکړ. 
او همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تورخم بندر له ترازوګانو څخه هم لیدنه وکړه او د ډبرو سکرو د انتقال په اړه یې له چلوونکو او اړوندو مسوولینو سره د خبرو کولو په ترڅ کې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته