د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي له شمالي ولایتونو څخه لیدنه وکړه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۱۴:۳۷
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر وحیدالله حلیمي تر مشرۍ لاندې  یوه تخنیکي پلاوي تیره اونۍ د افغانستان د شمالي ولایتونو څخه لیدنه وکړه چې د دغه سفر اصلي موخه د نفت او ګازو د سیمو لیدنه، ارزونه او همدارنګه د یاد وزارت اړوند ریاستونه وو.
چې ښاغلي انجنیرحلیمي د یادو ولایتونو د اړونده ریاستونو مسولینو ته د لازمو لارښونو ترڅنګ د راتلونکو پلانونو ارزونې او بیا کتنې په اړه لازمې او اړینې سپارښتنې وکړې او د ستونزو د حل لپاره یې ورسره ژمنه وکړه .
او په همدې توګه د افغان ګاز تصدۍ له مشرتابه هیئت، کارکونکو او د آمو سیند نفت او ګازو له سیمو څخه هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته