د تخار ولایت د مالګې کانونو داوطلبي تر سره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۱۴:۵۷
qwe

د تخار ولایت نمک آب ولسوالۍ د تاقچه خانه سیمې B,A او C بلاکونو او د کلفګان ولسوالۍ د ارچه کوتل سمیې مالګې کانونو داوطلبي نن چهارشنبه 7/4/1444 هـ ق چې د 11/8/1401 هـ شمسي سره برابره ده د یاد وزارت په مقام کې په شفافه توګه تر سره شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یادې ساحې مالګې کانونه مخکې اعلان ته سپارلي وو نن یې د مرستیالانو، رئیسانو، موظف هیئت او 24 هغو شرکتونو په شتونو کې چې د پروپوزلونو په ارزونه کې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو داوطلبي تر سره کړه.

په دغه داوطلبۍ کې د کلفګان ولسوالۍ ارچه کوتل مالګې د مطمین نادري د کانونو استخراج شرکت د رویالټي په قیمت سره په 3100 افغانیو په ارزښت، د  A بلاک مالګې کان د آغا ولي پوپل استخراج شرکت د رویالټي په قیمت سره د 3580 افغاني په ارزښت، د B بلاک مالګې کان د ساحل شرق میانه شرکت د رویالټي په قیمت د 3410 افغانیو په ارزښت او د تخار ولایت نمک آب ولسوالۍ د تاقچه خانه سیمې C بلاک مالګې کان د مطمین نادري کانونو استخراج شرکت د رویالټي په قیمت سره د 1122 افغانیو په ارزښت ګټونکي اعلان کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته