د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۹:۱۴
cc

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ اداري غونډه د چهارشنبه په ورځ د ۲۲/۶/۱۴۰۲ نېټې چې پکې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، د بېلابېلو برخو رئیسانو او امرینو ګډون کړی و ترسره شوه.
په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د یاد وزارت مسولینو ته سپارښتنه وکړه چې په خپلوچارو کې ډېره هڅه وکړي.
د تېرې غونډې په دوام یې ځینې موضوعات تر بحث وروسته وڅېړل، د غونډې د ګډونوالو ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د هغوی د ستونزو د حل لپار یې لازمې سپارښتنې وکړې، په پای کې د دعا په ویلوسره غونډه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته