د پنجشیر ولایت زمرد پلور داوطلبي تر سره شوه

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۷:۴۴
65

د پنجشیر ولایت زمرد پلور داوطلبي د پنجشیر والي مرستیال ښاغلي روح الله، استخباراتو رئیس، امنیه قومندان، سیمه ییزو چارواکو، مخورو او د داوطلبۍ شرکتونو په شتون کې نن یکشنبه د 2/7/1402 نېټې په شفاف ډول ترسره شو.

په دغه داوطلبۍ کې د زمرد پلور لپاره شفافیت او کریسټل بندي په پام کې نیول شوي وو.

ښاغلی حاجي زبیر د 2500 امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 165 قیراط زمرد ګټونکی شو.

او همدارنګه ښاغلی محمد نزیر د 21800 امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 123 قیراط زمرد، د 5300 امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 84 قیراط زمرد، د 10600 امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 170 قیراط او د 91200 امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 482.95 قیراط زمرد ګټونکی اعلان شو.

په ټوله کې د (1024.95) قیراط زمرد په (131400) یو سل یو دېرش زره او څلور سوه امریکایی ډالرو په قیمت سره وپلورل شوو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

بېرته خبرونه ته