د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ له مشرانو سره د کانونو او پټرولیم سرپرست لیدنه.

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۵:۱
صص

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلارو د 11/7/1402 نیټه د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ له مشرانو سره په خپل کار دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د یاد ولایت مشرانو د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ له کړنو په ځانګړې توګه چې د یادې ولسوالۍ کانونه قرارداد ته سپارلي ورڅخه مننه وکړه او همدارنګه یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه ورسره شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ستاسو ستونزو څخه خبر یم او د شته امکاناتو په صورت کې به ستاسو د ستونزو د حل په موخه لازم اقدامات ترسره کړم.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته