د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له قراردادیانو سره و کتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۸:۱
طط

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي په شتون کې د 1/8/1402 نېټې د مالګې کانونو له قراردادیانو سره وکتل.
په دغه غونډه کې د مالګې د کانونو قراردادیانو نظریات ستونزې اوغوښتنې واورېدې، د مالګې د کانونو زېرمو ښه مدیریت او ښې ګټې اخیستنې او همدارنګه د استخراج په څرنګوالي یې بحث او نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته